پروګرامونه
موږ څوک یو؟
ولې موږ مرسته کوو
حیات ( د ځوانانو او لویانو د درملني لپاره روغتیا او امبولانس) یوه غیرسیاسي اوغیر دولتي مؤسسه ده چي په 2020 عیسوي کال د اقتصاد وزارت سره په ( 5458) راجسټریشن نمبر راجستر سوې ده. زموږ لومړنی تمرکز د میندو روغتیا او هوسایني، تر 14 کلونو عمرلرونکي ماشومانو ته وده ورکول دي. موږ د پام وړ ننګوني پیژنو چي دا زیان منونکي ډلي ورسره مخ دي. په ځانګړې توګه روغتیا ته د پاملرني، تعلیم او بنسټیزو زیربناوو ته د لاسرسي په اړه. په حیات مؤسسه کي موږ ددې تشي د ډکولو لپاره لیواله یو چي د مناسبو سرچینو په برابرولو سره هغو کسانو ته چي ورته اړتیا لري، موږ پلان لرو چي په خپلو کاري ساحو کي ټولو میندو او ماشومانو ته د لوړ کیفیت پاملرني او زده کړي خدمتونه وړاندي کړو. موږ موجوده ستونزي ارزوو او د هري ټولني اړتیاوو سره سم حلونه رامنځته کوو. موږ باور لرو چي هره ښځه او ماشوم باید د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په پام کي نیولو پرته اړین روغتیایي پاملرني، د ژوند خوندي او ډاډمن چاپیریال او باکیفیته زده کړو ته لاسرسی ولري.زموږ اداره د ژوند د مساوي چاپیریال رامنځته کولو ته وقف سوې چي بې وزله میرمني او ماشومان پیاوړي کوي تر څو خپل بشپړ ظرفیت ته ورسیږي. د میندو او ماشومانو سره زموږ د کارسربیره د حیات مؤسسه ژمنه ده چي په افغانستان کي د ټولو زیان منونکو خلکو لپاره عمومي ټولنیزي او اقتصادي پراختیا ته وده ورکړي. موږ کولای سو په ګډه کار کولو او د خپل ټولییز واک په کارولو سره د ټولو افغانانو لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړو.







